IQNA

د کورنۍ په غیږه کې د خوشي شوو فلسطینیو بندیانو  ولوله او پرتم

14:22 - January 20, 2025
د خبر لمبر: 3490500
ایکنا – اسرائيلو نن دوشنبې سهار وختي ، بلاخره  قصدا د فلسطینیو  بندیانو د خوشي کیدا په بهیر کې  له ځنډ وروسته، د بندیانو د مبادلې د موافقې په اساس ( د یوه بندی په  مقابل کې ۳۰بندیان) نوي فلسطینی بندیان خوشي کړل.

د کرونۍ په غیږه کې د خوشي شوو فلسطینیو بندیانو  ولوله او پرتمایکنانیوز راپور راکړ، صهیونیسټي نیواکګرو چارواکو نن دوشنبې سهار وختي ،د سلواغې په لومړۍ نیټه په غزې تړانګې کې د فلسطین له مقاومت سره  داور بند د موافقې په چوکاټ کې د بندیانو لومړنۍ ډله  له اوو ساعتونو ځنډ وروسته  بلاخره خوشي کړه.

 ددغو بندیانو له خوشي کیدا مخکې  د بندیانو په چارو کې د حماس غورځنګ دفتر  په یوې خبرتیا کې ووئيل،   د بندیانو دنامو ارزولو او امتحانولو  بهیر  په عوفر زندان  داخل کې ترسره شو او مشخصه شوه چې  د یوې میرمنې بندي نامه په لیسټ کې نشته او په همدې دلیل  د سره صلیب   او په نورو واسطو سره  تماس ونیول شو او  په دې مسلې ټينګار وشو چې  صهیونسټي رژیم باید  د هغو ټولو بندیانو خوشي کولو ته پابنده شي چې په لیسټ کې ئې نامې راغلي دي.

ددغه دفتر په خبرتیا کې ټينګار شوی دی ، چې تر څو شیبو  وروسته  له عوفر پوځي زندانه د بندیانو  وړونکي ګاډي  روان شول او تر څو ساعتونو وروسته  د اسرائيلي رژيم د بندونو عمومي ادارې  راپور ورکړ چې ټول ۱۹۰  فلسطیني بندیان خوشي شول.

د بندیانو د چارو  او د ادارې او د بندیانو د کلب  په وینا ،په دغو بندیانو کې ۶۹میرمنې او ۲۱ ماشومان شمال وو، چې ۷۶ له لویدیځي غاړې او ۱۴ نور هم له نیواکي قدس څخه دي.

فلسطینیو سرچینو  وئيلي دي ، په لومړۍ مرحلې کې ۹۰میرمنې او  انجونې او هلکان  د اسرائيلي دښمن له بندیانو سره د مبادلې په لومړنۍ مرحلې کې خوشي شوي دي.

 صهیونیسټي چارواکو  له عوفر پوځي زندانه  د فلسطینیو میرمنو او ماشومانو  د بندیانو  لومړنۍ ډله  د اسرائيلو او حماس  ترمینځ د مبادلې د بهیر د لومړنۍ برخې  په توګه  خوشي شوي او  دغه راز د اسرائیلو دبندونو اداره مدعی شوې  چې ۹۰ فلسطینی بندیان ئې خوشي کړي دي.

 

 
 

https://iqna.ir/fa/news/4260816

captcha